د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي عدالسلام عمر د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د پروژې د کار وضعیت له نږدې وڅاره او ویې ویل، چې د پروژې کار پای ته د رسېدو په حال کې دی. هغه د پروژې پلي کوونکي د شرکت مسؤل ته لارښوونه وکړه چې د هوا له سړېدو مخکې د پلچک کار بشپړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
نېټه:۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره