د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۰۴۴ مستحقو کورنیو ته اته میلیونه اته سوه اووه ویشت زره او شپږ سوه (۸,۸۲۷,۶۰۰) افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري دفتر په مالي همکارۍ، د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳,۰۴۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته، د مسؤلینو په شتون کې ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته میلیونه اته سوه اووه ویشت زره او شپږ سوه (۸,۸۲۷,۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به په راتلونکي کې هم د دوو نورو پړاوونو نغدي مرستې ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره