د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فراه ښار کې د ۶ کیلومتره کانالونو د پاکولو چارې پیل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سېلابونو د خطرونو او زیانونو د مخنیوي په موخه د فراه ښار د ۶ کیلومتره په اوږدوالي د شمالي او سویلي کانالونو د پاکولو چارې پیل کړې.
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, محترم الحاج مولوي محمد اسرائیل سیار, د ولایت مقام استازي, حافظ مولوي عبدالمالک، د ولایت د استخباراتو ریاست استازي, حافظ میر احمد تنعیم، د ښاروالۍ استازي, انجینر حامد او د سیمې ګڼ شمېر سپینږیرو ګډون کړی و.
یاده پروژه د ولایتي بیارغونې کمېټې د ماشینرۍ په همکارۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پنخه سوه زره (۵۰۰,۰۰۰) افغانیو په بودجه ترسره کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره