له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ د لټون او ژغورنې ټیمونو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي غونډه وشوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۳۷
news image

پرون ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ، د دې ادارې لپاره د لټون او ژغورنې د ټیمونو جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي ناسته د یاد بنسټ په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ادارې له لوري د بېړنیو عملیاتو د مرکز رئیس، محترم قاري خوشحال زماني، د بېړنیو پېښو آمر، محترم مولوي عبدالهادي همت، د دفتر چارو د انسجام آمر, محترم مولوي عبدالرب مبارک او د بهرنیو اړیکو آمر, محترم برهان الدین شینواري او د آغا خان بنسټ له لوري د اضطراري پلان او غبرګون د برخې مسوول, محترم محمد نظر جویا، حقوقي سلاکار, محترم عصمت الله عصمتي او د اضطراري برخې کارکوونکو ګډون درلود.
په ناسته کې دواړو خواوو د ټیمونو د جوړښت، د اړینو وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، د ټیمونو د غړو د مسلکي روزنې، او د ګډې همغږۍ میکانیزمونو او د پېښو پر مهال د ژغورنې او عملیاتو د ټیمونو تخنیکي وړتیاوو پیاوړې کولو په اړه مفصل بحث وکړ.
په پای کې دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو او د بېړنیو حالاتو په وړاندې د چمتووالي او همغږیو منظمو تخنیکي ناستو د ترسره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.


نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ د لټون او ژغورنې ټیمونو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي غونډه وشوه

پرون ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ، د دې ادارې لپاره د لټون او ژغورنې د ټیمونو جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي ناسته د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۳ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د(JCSSO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکې یې OCHA-AHF  ده، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .