د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ بېوزله کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې مالي ملاتړ، د دې ولایت په پرچمن او ګلستان ولسوالیو کې ۱,۰۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې په د پرچمن ولسوالۍ ۶۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۸۷ افغانۍ او د ګلستان ولسوالۍ ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۳۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال پنځلس میلیونه او درې سوه اته زره او دوه سوه (۱۵,۳۰۸,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
