د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۰۲ کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۳
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AHF موسسې په مالي ملاتړ او د OCHR موسسې په تخنیکي همکارۍ، په علیشنګ ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۲۰۲ زیانمنو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۰۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۴،۴۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱,۵۱۲,۰۰۰ (۱ میلیون او ۵۱۲ زره) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې پاتې نورو کورنیو ته به سبا ورځ نغدي مرستې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د سېلابي لارې د پاکولو او د استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوی په کلي کې د سېلابي لارې د پاکولو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH  مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه د دواړو لوریو د یو شمېر مسؤلینو او کارپوهانو په ګډون ترسره شوه.

په دې تخنیکي غونډه کې دواړو لوریو د پېښو د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .