د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۲
image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علیشنګ، علینګار، قرغه‌یی، بادپښ، دولت‌شاه او فراشغان ولسواليو کې ۳۶۲  زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.  

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دوشي ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د دوشي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۸ کورنیو ته چې کورونه یې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په نیمه او بشپړ ډول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز ایبک کې د اوبو کانال د کیندنې او پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز ایبک په دلخکي کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .