د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۱  زیانمنو شویو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۷:۴۳
تصویر خبر

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مختلفو ولسوالیو اړوند ۶۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ عدد کورنۍ کیټ، ١ عدد د کمپلو کيټ او د لمريزې بريښنا ګروپونه ووېشل شول او همدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۹ هغو کورنیو ته، چې کورونه یې په کلي توګه تخریب شوي وو، سربېره په پورتنیو مرستو هرې یوې کورنۍ ته ١ باب خېمه هم ووېشل شوه.

 نېټه: ١٤٤٦/١٠/١٩ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .