د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بسکېټ، د ماشومانو لپاره ۶ مغذي مواد، د مېندو لپاره ۴.۵ کیلو مغذي مواد او د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، یوه بسته د پخلنځي توکي، یوه بسته د پخلنځي لوښي، دوه عدده سولري څراغونه، یو تخته پلاستیکي فرش او یو عدد جارو ووېشل شول.
همداراز، له یادې جملې ۸۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره