د مالي او اداري ریاست پلاوی د مالي او اداري چارو د څارنې او لارښوودنې لپاره د هېواد سویل او سویل لویدیځ ولایتونو ته ولېږل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۳:۴۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه, د مرکزي ادارې دوه کسیزه پلاوی، چې د مالي او اداري ریاست د بودجې عمومي مدیر او د ګدامونو عمومي مدیر پکې شامل دي، د هېواد سویل او سویل لویدیځ ولایتونو ته ولېږل شو، ترڅو د یادو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو مالي او اداري چارې وڅاري او لازمې لارښوودنې وکړي.
یاد پلاوي تر دې دمه د زابل، ارزګان، کندهار او هلمند له ولایتونو څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه سفر د اسلامي امارت د عالي مقام، د ریاست الوزراء مقام، د مالیې وزارت او د مرکزي ادارې د مشرتابه د احکامو، لارښوونو او مقرراتو د پلي کېدو په موخه ترسره شوی دی.
د دې مأموریت اساسي موخې، د مالي او حسابدارۍ چارو د څارنې، د اداري پروسو ښه‌والي، د دفترونو تنظیم، د لازمو معیارونو سره سم د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې په موخه د ګودامونو مدیریت، او د دغو توکو د لېږد او ترلاسه کولو د بهیر ارزول دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پلي شي، او هم‌مهاله، یو بل ورته پلاوی د شمال او شمال ختیځ زون لپاره هم ټاکل شوی دی.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .