د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس سره وکتل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس له خپل تخنیکي ټیم سره په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس، محترم توساکا سوتا (Tosaka Sota)، سره د ماین پاکۍ د پروګرام د کنفرانس په تالار کې وکتل او خبرې يې وکړې.
په دې غونډه کې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس په افغانستان کې د ماین پاکۍ د اوسني وضعیت او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه رستم خېل صاحب په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروژو د پلي کولو لپاره د جايکا د مالي او تخنيکي ملاتړ د جلبولو پر اړتيا ټينګار وکړ.
په همدې حال کې، د جایکا ادارې استازي له دې وړاندیز څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې یاده موضوع به د اړوندو مجراوو له لارې تعقیب کړي او له دې ریاست سره به اړینې همغږۍ ته دوام ورکړي.
همدارنګه، ښاغلي توساکا د خپلې ادارې د وړاندیز شویو پروګرامونو او پروژو، د ماین پاکۍ په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له لارې د همکاریو د پراختیا په اړه هم معلومات او توضیحات وړاندې کړل.
په پای کې، دواړو لورو د ماین پاکۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام او د همکاریو د لا پراختیا په موخه د راتلونکو غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ.
