د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٦٠٥ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په چک ولسوالۍ کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۱۴۶۰ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥,١٣٥ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٨,٢٤١,٦٧٥ (آته میلیونه، دوه سوه، یو څلویښت زره او شپږ سوه او پنځه اویا) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴٧/١/٩ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره