د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست رئیس په نرخ ولسوالۍ کې د سېل د لارو د پاکولو له چارو څخه لیدنه وکړه
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین د مل تخنیکی پلاوی سره یوځای د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ په عمرخیل کلي کې د سیلابي لارو د پاکولو له چارو څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې، محترم ذهین د کارې سیمې د لیدنې پر مهال، د نرخ ولسوالۍ اړوند عمرخیل سیمې اوسیدونکو ته وویل چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین تل هڅه کوي ترڅو هغه زیانمنونکې سیمې پاکې او ورغوي، چې له امله یی سیمه ییز اوسېدونکي د احمتالي کواښونو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملی ادارې له لورې د نرخ ولسوالۍ اړوند عمر خیل سیمې د سیلبرو د پاکولو په موخه درې سوه زره (۳۰۰،۰۰۰) افغانۍ منظور شوې دي.
د دې کتنې په پای کې، د یاد کلي اوسیدونکو د محترم الحاج ملا نورالدین ترابی او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کړنو څخه خوښي څرګنده کړه، چې تل یی د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
