د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۹
123

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د سېلابونو، جنګونو او د چاودېدونکو توکو له امله ۳۵ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تورچای او دوه تختې کمپلي ووېشل شوې. 

همدارنګه، د ۴ شهیدانو هر یو کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ او د یو ټپي کورنۍ ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره نوي زره (۹۰،۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د پر وخت ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .