د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ١٠٠ متره تړل شوی سړک پرانیستل شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په سنګلاخ حوزې راقول سیمه کې د غر ښویېدنې له امله ۱۰۰ متره تړل شوی سړک د نقليه وسايطو پر مخ بېرته پرانیستل شو.

د دې سړک د بیرته پرانیستلو لپاره له‌ پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو عراده جې کمر ماشینري په کرایه نیولې وه او د ټولګټو چارو ریاست ماشینري لپاره تېل خریداري کړي وو، چې د ځایي اوسېدونکو او نقلیه وسایطو لپاره د تګ راتګ ستونزې ور سره حل شوې.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمد شاه ذهین ټینګار وکړ، چې د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره پر وخت اقدام کوو تر څو د هغوی ستونزې ژر تره حل شي. 

نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ساتنې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۵ کورنیو ته، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له ارزونې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګی رېاست په همغږۍ او همکارۍ د MCPA ماين پاکۍ موسسې د UNDP (STFA) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام بیک کلي کې له تېرو جګړو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .