د میدان وردګ ولایت په مرکز کې ۱۰۷ میلي متره راکټ او یوه RTM وسیله کشف او خنثی کړل شوه

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AREA ماینپاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم سره په همکارۍ د دې ولایت د مرکز په کوتل تخت سیمه کې یو ۱۰۷ میليمتره راکټ او د RTM یوه وسیله کشف او په خوندي ډول شنډ کړل.
له پېښو سره د مبارزې آمددګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د هر ډول مشکوکو او چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې سمدستي له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي تر څو د شنډولو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره