د ننکرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست لخو د ۶ د ګواښونو کمښت پروژې پیل شوې
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په مالي مرسته او د ننګرهار ولایت د پیښو په وړاندې د چمتووالي ریاست په همغږۍ د ننګرهار ولایت اړوند روداتو، هسکې مېنې، او نازیانو ولسوالیو کې د ګواښونو کمښت ۶ پروژې پیل شوې.
په ذکر شویو ولسوالیو کې د سیلابونو د خطر د له منځه وړلو په موخه استنادي دیوالونه، سربندونه، او کانال پروژې شاملې دي، چې پای ته رسېدو سره به سلګونه کورونه، زراعتي ځمکې، او ونې د سیلاب له خطر څخه وژغورل شي.
همدارنګه، په ذکر شویو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه مساعده کېږي د یادونې وړ ده چې ورته پروژې پخوا هم د یاد شوي سازمان له لوري د دې ریاست سره په همغږۍ ترسره شولي.
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۴ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره
