د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۲۸۳ مستحقو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، په جلال آباد ښار کې ۲۸۳ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او IRC موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې او د سروې د پړاوونو له بشپړېدو وروسته ترسره شوې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ او په مجموعي توګه ۱۰۰,۷۶۴ افغانۍ د یاد ریاست مسؤلینو او د موسسې استازي په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره