د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦٩مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې ٦٩ مستحقو کورنیو ته د سروې او تثبیت له بهیر وروسته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې د یاد ریاست او د موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته د ۲۴۷ ډالرو معادل ۱۹،۰۴۰ (۱۹ زره او ۴۰) افغانۍ او په مجموع کې ١،٣١٣،٧٦٠( ١ میلیون، ٣١٣ زره او ٧٦٠ ) افغانۍ نغدي پیسې، همدارنګه ۱ تخته دوه کسیزه کمپله او ۴ تختې ۱ کسیزه کمپلې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یادو کورنیو ته دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او DRC موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک له مخې د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره