د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۲:۴۲
image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) COAR مؤسسې په ملاتړ، په غني‌خېل ولسوالۍ کې د مهمند درې، شینواري، نازیان، بټي کوټ، لعلپورې او حصارک ولسوالیو اړوند ۲۲۸ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۸,۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته یو د حفظ‌الصحې کېټ ووېشل شو او په ټولیز ډول یو میلیون او نه لکه او اته دېرش زره (۱٫۹۳۸٫۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او یونیسف (UNICEF) COAR مؤسسې څخه مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۱
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۳ مستحقو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RRAA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه شوه

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت د مرکز اړوند د فولادي درې د دوآب زرسنګ کلي د اوبو کانال د پاکولو او بیارغونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ادرسکن ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارله

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو دوه وقایوي پروژې په بریالیتوب. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .