د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې ۳۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره