د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۵۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې ووسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره