د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۷۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د روغتیا، معلولیت او پرمختګ موسسې HDD)) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د منډول ولسوالۍ اړوند ۶۷۰ مستحقو کورنیو ته د دویم پړاو خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او ۸ لیټره غوړي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
