د نیمروز ولایت والي په پل ابریشم کې د را ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۴۲
news image

نن د چهارشنبې په مازدیګر، د نیمروز ولایت والي، مولوي شیخ محمد قاسم، په پل ابریشم صفري نقطه کې د هغو کډوالو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه، چې په اجباري توګه له ایران څخه را ایستل شوي دي. دا پنډغالی له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د ایستل شویو کډوالو وضعیت ته د بیړنۍ رسېدنې او انساني پاملرنې په موخه جوړ شوی دی.
د نیمروز والي په دې لیدنه کې، د پنډغالي له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د چمتو شويو خدماتو څخه یې د رضایت ښودنې تر څنګ وویل چې د موجوده آسانتیاوو په پام کې نیولو سره، کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اقدامات د ستاینې وړ دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د خیمو، سړې د څښاک اوبه، بریښنا، کولر، تشناب، حمام جوړول او لومړنۍ روغتیایي پاملرنې له هغو اساسي خدماتو څخه دي، چې په دې پنډغالي کې د کډوالو لپاره چمتو شوې دي.
مولوي شیخ محمد قاسم د پنډغالي جوړول کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د دولتي بنسټونو همکارۍ د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره حیاتي دي.
د نیمروز والي وویل، چې پنډغالي ته هره ورځ د ایران له خاورې څخه سلګونه کډوال را ایستل کېږي، چې ورته هرکلی او رسېدنه کېږي.
د نیمروز والي د خپلو خبرو په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او نورو همکارو بنسټونو له مسؤلینو  وغوښتل چې له اړمنو کډوالو سره خپلو بشردوستانه خدماتو ته په ډیر جديت او ژمنتیا سره دوام ورکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/١/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې له خوړونو څخه د ډبرو او خټو د پاکولو او د یو ډبرین دیوال د جوړولو کار دوام لري 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱۰۰ مستحقو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .