د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۸۰ کورونه له جوړېدو وروسته ووېشل شول

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۱:۵۳
تصویر خبر

هرات- د وري ۱۲مه-۱۴۰۳
الحاج مولوي شمس الدین حقیار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو رییس او الحاج مولوي محمد عبدالله جان سایق د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس د هرات ولایت زلزله ځپلو چارو ته د رسېدنې کمېسیون له مسوولینو سره د یادو زلزله ځپلو لپاره د جوړ شوي ښارګوټي د افتتاح په غونډه کې ګډون وکړ.
د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون مسوولینو ووېل: چې د HHRD موسسې لخوا ۸۰ کورونه په معیاري توګه جوړ شوي او د دې ترڅنګ سولر، برقي وسایل او بېټرۍ هم هغوۍ ته ووېشل شول.
ورته مهال الحاج مولوي شمس الدین حقیار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو رییس ووېل: چې په لومړنیو ساعتونو کې په خپلو هڅو سره د پېښې سیمې ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت لخوا رسېدنه وشوه او په اوږد مهاله هڅو سره د موسسو له لارې یې د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ شوي دي. 
همدارنګه الحاج مولوي محمد عبدالله جان سایق پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ووېل: د هرات زلزله ځپلو کورنیو لپاره د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه ټولو هیوادوالو خپلې مالي او ځاني مرستې و نه سپمولې او د دې وزارت سره په همغږۍ یې د نړیوالو او داخلي موسساتو او بنسټونو مرستې و ستایلې چې د هرات د زلزله ځپلو ولسونو د دردونو په کمولو کې مهم رول لوبولی، او په مرسته کوونکو موسساتو او بنسټونو یې غږ وکړ چې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره شوې مرستې بسنه نه کوي او دوي لا ډیرو رغنیزو پروژو او مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي ټول کورونه د دې کمېسیون لخوا وړاندې شوې نقشې او څارنې لاندې جوړ شوي او تر دا مهال ۴۰۰۰ کورونه د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي او هوډ لرو چې په راتلونکې کې به ۲۰۰۰ نور کورونه هم جوړ کړو.
په ورته وخت کې الحاج مولوي احمدالله متقي د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس او د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند په خپلو خبرو کې ووېل: چې د هرات زلزله ځپلو چارو ته د رسېدنې کمېسیون له موسسو سره په اړیکه کې وو او له نړۍ والو موسسو څخه غواړو چې د دې ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړې.
همدارنګه د HHRD موسسې رئیس عبیدالله فیصل د اسلامي امارت د مشرتابه او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزرات له مسوولینو څخه مننه وکړه چې ددغې پروژې په تطبیق کې یې ورسره هر ډول همکاري کړې او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي ، او د پروژې په اړه یې وویل چې نوموړی ښارګوټی د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د پروانې په کلي د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شو.
د یادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې د پرله پسې زلزلو وروسته زلزله ځپلو ته د رسېدنې لپاره یو کمېسیون جوړ شوی وو او د زلزله ځپلو ټولو چارو ته د رسېدنې مسوولیت یې پر غاړه درلود او تر هغوۍ به دوام ومومي چې ترڅو د زیانمنو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.
news imagenews image

 

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۷
Background image

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره خېمې ودرول شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د همکارو بنسټونو په ملاتړ، د وروستۍ زلزله ځپلو د ملاتړ په موخه په څوکۍ ولسوالۍ کې خیمې ودرولې.
دغه خیمې د دره دیوه‌ګل په سیمه او د بادیزو په کلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د کندز ولایت په علي‌آباد ولسوالۍ کې د ګبیوني تحکیماتو د پروژې کار پیل شو

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، چې د هر ولایت لپاره یوه پروژه د یو میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو د زیانمنتیا د مخنیوي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د مالي او اداري چارو لوی رئیس په مشرۍ او د مرکزي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .