د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د هاوان یوه مرمۍ کشف او خنثی شوه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲۳
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بېړنۍ اړېکې شمېرې (0708606060) پر بنسټ، د هلوټرسټ موسسې د بيړني ځواب وینې څلورم ټېم  د هرات ولایت د شينډنډ ولسوالۍ خیرمان کلي ته د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره ولېږدوه، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ د ماین پاکۍ ټېم په یاده سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې، د هاوان یوه 82 mm مرمۍ چې د سېمې د اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وو کشف،  په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړه.

همدارنګه، د ماین پاکۍ له جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سېمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم ترسره کړ.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
Background image

۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۰
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د دره ولسوالۍ اړوند ۱۲۶. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .