د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
تصویر

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې ۶ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ غنم، ۵ کیلو بوره، یو د پخلنځي کېټ، یوه بسته ژمنۍ البسه، یوه روغتیایي بسته، یو پایه چپرکټ، ٣ تختې کمپلې،  ۶ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ غنم، ۵ کیلو بوره، یوه روغتیایي بسته، یوه بسته ژمنۍ البسه، یو پایه چپرکټ، ٣ تختې کمپلې او ۶۵ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم، څلور تختې کلورین ټابلیټونه او څلور کلچې صابون ووېشل شول.

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د رسېدنې بهیر به په نورو ولسوالیو کې هم دوام وکړي.
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .