د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۱ سیمې سروې او تثبیت شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۸
تصویر

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ په قراء دوشاخ، چمالورده او بلاق و بوته وار کلیو کې د هغو ۱۱ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د واورې ښویېدنې، ډبرو رالوېدو او د سیلابونو له خطر سره مخ دي.

په دې سروې کې اصلي تمرکز پر استوګنیزو سیمو، عام‌المنفعه تأسیساتو او نورو ټولنیز اهمیت لرونکو ځایونو و، ترڅو د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کولو او له خطر سره مخ ټولنو د زیانمنتیا کچې د راکمولو زمینه برابره شي.

یاده سروې د اړوندو ادارو د استازو او د پېښو د چارو د متخصصینو له تخنیکي ټیم سره په ګډه ترسره شوې ده. د سروې پایلې ښيي چې یادې سیمې د قدرتي پېښو له جدي خطر سره مخ دي.

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ویلي، د دغو ارزونو پایلې به د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو د پلان جوړونې او پلي کولو بنسټ وګرځي.

همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د رُخه ولسوالۍ په نورو سیمو کې به هم د زیان‌منونکو سیمو د سروې او تثبیت بهیر دوام ومومي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۸۳ کورنیو ته چې کورونه یې د قدرتي پېښو له امله په بشپړ او نیمه ډول وېجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۱ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ په قراء دوشاخ، چمالورده او بلاق و بوته وار کلیو کې د هغو ۱۱ سیمو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .