د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکونکو لپاره د حجاب په اړه د امیرالمومنین لخوا د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت تایید شوې طرحه ولوستل شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۴۶
News picture

کابل- د غویي ۲۸مه-۱۴۰۱
د اسلامي امارت د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت استازو، تېره ورځ د حجاب په اړه د یاد وزارت طرحه چې د دولت زعیم محترم شیخ ملا هیبت الله آخندزاده لخوا تایید شوي وه، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکونکو ته ولوستله.
په یو پروګرام کې چې په همدې اړه ترسره شوي وه لومړۍ مولوي عبدالخالق عابد د وزارت د دعوت او ارشاد رییس د ذکر شوي وزارت استازو ته په ښه راغلاست سره وویل چې موږ د اسلامي شریعت د پلي کولو په برخه کې د هر ډول همکاري لپاره چمتو یو.
ورپسې مولوي محمد یحیی، د امر به معروف وزارت استازي وینا وکړه او د دغه وزارت کارکونکي یې په خپل کاري او کورني چاپیړیال کې د شریعت پلي کولو ته وهڅول.
هغه همدارنګه وویل چې قرآن کریم د مسلمان د اساسي قانون په توګه حجاب فرض کړۍ او ټول مسلمانان د هغه په مراعاتولو باندې مکلف دي . 
په پای کې د حجاب تایید شوې طرحه د امر به معروف او نهي عن المنکر وزارت د استازي لخوا د دغه وزارت کارکونکو ته ولوستل شوه.

News

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .