د پېښو چارو د انسجام معین په شتون کې د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د هغو ډبرو چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود سروې شوه
نن سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، په داسې حال کې چې د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي محمد حنیف همدرد، او یو تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم، چې د څېړنې او مطالعاتو آمر، محمد مجتبی افضلي، د پېښو د تحلیل او ارزونې کارپوه، انجنیر الله داد قرلق، د پېښو خطرونو د مخنیوي او د اغېزو کمولو کارپوه، انجنیر جلالالدین جمالي، د اطلاعاتو عمومي مدیر، عبدالسمیع ضربي، د کمرې عمومي مدیر روشان او کمرهمین عبدالصمیم نوري پکې شامل وو، د محترم معین صاحب ملتیا یې کوله، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې دویم ګذر د شهدای صالحین د غره سیمې ته ولاړ او د هغه په شتون کې د هغو لویو ډبرو سروې وشوه، چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و.
د پېښو چارو د انسجام معین د سیمې له خلکو او د یوې پېښې له امله د یو شهید او یو ټپي له کورنیو سره ولیدل، هغوی ته یې دعا وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت، په ځانګړي ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره د همدې ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ، ځان د هغوی په غم کې شریک ګڼي. نوموړي د هغو ډبرو د ویجاړولو پر بهیر هم خبرې وکړې چې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د خلکو ژوند ګواښي، او قراردادي شرکتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د ډبرو د ویجاړولو پر مهال دې هڅه وکړي، چې د سیمې خلکو ته زیان ونه رسېږي. همدارنګه له خلکو یې وغوښتل چې په دې سیمه کې له مسؤلو کارکوونکو سره همکاري وکړي.
همدارنګه، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې نن ورځ له یو مسلکي، تخنیکي او تجربه لرونکي ټیم سره د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ دې سیمې ته راغلي ترڅو د هغو ډبرو له خطر څخه د سیمې د خوندي کولو بهیر پیل کړي چې د خلکو ژوند ګواښي. هغه زیاته کړه چې په هر ځای کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، دوی چمتو دي چې له منځه یې یوسي. د هغه په وینا، اوس مهال ۱۱ ډبرې چې ټولیز حجم یې ۱۴۱.۶۴۷ متر مکعب ته رسېږي، سروې شوې دي او ژر به یې د له منځه وړلو چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په همدې سیمه کې پر یو هستوګنیز کور د یوې ډبرې د ښویېدو له امله یو ماشوم شهید، یو کس ټپي او کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی و.
په همدې حال کې، د سیمې د خلکو استازو وویل چې څو کورونه د دې ډبرو تر ګواښ لاندې وو، خو اوس د هغوی د خوندي کولو بهیر پیل شوی چې دوی یې ستاینه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ډول ډبرو د ویجاړولو چارې په پلان شوي او منظم ډول په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې دوام لري، ګران هېوادوال دې خبر وي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
