د پېښو چارو د همغږۍ معین د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له مرستیال والي سره یې وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۶:۳۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، له لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه د لیدنو وروسته، خوست ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نماینده او د خپل مل پلاوي په شتون کې د خوست ولایت له مرستیال والي، محترم مولوی محبوب شاه قانت سره وکتل.
 دغه ناسته د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتو چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د خوست محترم مرستیال والي، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنېدو ته په اشارې سره وویل چې د خوست خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې، یاد پلاوي د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د چارو بهیر یې له نږدې وڅېړه. د لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې کارکوونکي د دندو د لایحې پر بنسټ د چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دغه ریاست کې خپل څارنیز او رهنمودي بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۳
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم له پروژې څخه څارنه وکړه

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د کنجک، سلطان غجر او ولودین کلیو کې د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دې لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۷۷۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هنګري دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت خیبر، خواجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندز ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې پیل شوې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې رسمآ پیل کړې.

دا سربند چې د وروستیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .