د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ په مسته چینه سیمه کې د ۳ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له کارونو څخه څارنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۲
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سروبي ولسوالۍ د مسته چینې په سیمه کې د ۳ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې وڅارلې.

د کار د ښه تنظیم او د کارګرانو د خوندیتوب په موخه، ټولو کارګرانو ته لازم حفاظتي او کاري تجهیزات ووېشل شول، چې هر کارګر ته یو جوړه بوټونه، موزې، دستکشې، ماسکونه، خولۍ، واسکټونه، بېلونه، کلنګونه همدارنګه هر کاریز ته دوه څټکونه او لاس ګا‌ډۍ د کار ترسره کولو لپاره ورکړل شول.

د یادو کاریزونو د پاکولو او ترمیم چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغې پروژې موخه د هغو کاریزونو پاکول او بیارغول دي چې د کلونو راهیسې د خټو او رسوباتو له امله بند شوي او د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمن شوي وو، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو له جدي ستونزو سره مخ وو. 

د دغو کاریزونو په بیا فعالېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک پاکولو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به بېرته خړوبه شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .