د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٣ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۲۲:۲۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د کابل ښار د اوومې او اوولسمې ناحیې اړوند  زیانمنو کورنیو ته د سون توکو او د ژمنیو جامو د پېرلو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د څلورم پړاو ٢,٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ٥٦٨,٤٠٠ ( ٥٦٨ زره او ٤٠٠ )  افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته به په راتلونکو اته پړاوونو کې ټولټال د ٣٢٠ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شي.

نېټه: ١٤٤٦/٧/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

په مزار شریف ښار کې د اور لګېدنې د مخنیوي په موخه یو ګډ پلاوي د تېلو له ټانکونو څخه څارنه وکړه

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بلخ ولایت د محترم مقام د  ۱۴۴۶/۱۱/۱۷ نیټې د (۴۷۲۷) ګنې د حکم او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د لارښوونې له مخې، د ښاروالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۳۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ په شالکچه،پیر ګذر، کوهسار پایین، شانیز، کوجان او کوهسار کلیو کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي او د واورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .