د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠٠ زیانمنو کورنیو ته د ٥,٧٦٠,٠٠٠ افغانۍ نغدي پیسو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ٥٠٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١١٥٢٠ افغانۍ ووېشل شوې چې په ټوله کې د یاد شمېر کورنیو لپاره، ٥,٧٦٠,٠٠٠ ( ٥ میلیونه او ٧٦٠ زره ) افغانۍ نغدي پیسې په پام کې نیول شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره