د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ, ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته په یاد ولایت کې غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې دوه تختې کمپلې او د ماشومانو لپاره دوه جوړه جمپرونه ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره