د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړونې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۲:۴۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د استالف ولسوالۍ په دهن ګذر کلي کې یو استنادي ديوال چې د جوړول چارې یې له وړاندې څخه پیل شوې وې بشپړې او په رسمي ډول ګتې اخیستنې ته وسپاره. 
یاد دیوال د ۹۰ مترو په اوږدوالي، ۱.۵ متره سور او ۳.۳ متره لوړوالي د سېلابونو له زیانونو څخه د مخنیوي په موخه د نه سوه شپږڅلویښت زره او درې سوه او درویشت (۹۴۶،۳۲۳) افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري، د استالف ولسوالۍ د ولسوال او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده، چې محترم انوري صاحب ګټه اخیستونکو ته د یادې پروژې د سم ساتلو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او په پای کې سیمه ییزو اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له یاد ریاست څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱۰۰ مستحقو کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په وایګل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .