د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې ۲،۹۳۵،۸۱۶ متر مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۲۲:۱۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډافا ماین پاکي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافا موسسې له لارې چې د کانونو او پطرولیم وزارت له لوري تمویل کېږي، د خاکجبار ولسوالۍ اړوند باټوخېل او دربند کلي او شاوخوا سیمې له ماینونو پاکې کړي او د مس عینک کان د استخراج لپاره یې ګټې اخیستنې وسپارلې. 
د یادونې وړ ده چې، د ماین پاکي په دې پروژه کې په مجموع کې ۲،۹۳۵،۸۱۶ متر مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او ۱۸۹۲ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه پیدا شوي او په خوندي توګه له منځه وړل شوي.
د یادونې ده چې د ماین پاکي دا ستره پروژه د انسانانو د ژوند ژغورنې او د مس عینک کان د استخراج لپاره یو ستر ګام دی چې د دې پروژې په پلي کولو سره به د خلکو ژوند خوندي او د سیمې اقتصادي پرمختګ لامل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۲۳:۲۸
Background image

په نورستان او لغمان ولایتونو کې د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې لپاره د ۱۰۰۰ بورۍ غنمو د لېږد بهیر پیل شو

نن سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، نورستان ولایت ته د ۷۰۰ بورۍ ۵۰ کیلويي غنمو او لغمان ولایت ته د ۳۰۰ بورۍ غنمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۲۱:۶
Background image

په کابل کې د هندوستان سفارت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره د ۶۰ بستې خوراکي توکو او ۵۰ باب خېمو مرسته وکړه

نن سه‌شنبه، په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت د بشردوستانه همکاریو او د زیانمنو شویو د ملاتړ په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره د ۶۰ بستې خوراکي توکو او ۵۰ باب خېمو مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۳۴
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۲۰۰ متره اوږد سړک د جوړولو کار پیل شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطر د کمولو پروګرام په چوکاټ کې، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د چغنیان درې په سیمه کې د ۲۰۰ متره په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .