د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP او UNICEF دفترونو په ملاتړ، ۲۳۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په کچه د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM دفتر لخوا هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۲ عدد سولري څراغونه، ۱ تخته ترپال، ۱ د پخنلځي بسته، ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره یو باب خیمه، د WFP دفتر لخوا هرې یوې ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو مالګه او ۲۵ کیلو دال او د UNICEF سازمان لخوا هرې کورنۍ ته د پخلنځي ۱ بسته او ۱ روغتیایي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
