د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۹ زیانمنو شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ohw موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي مرسته، د دې ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ٢٤٩ زیانمنو شوو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د مرستو د درېم پړاو ۲,۹۵۱ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۷۳۴,۷۹۹ ( ٧٣٤ زره او ٧٩٩ ) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره