د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۷ اړمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت په ګلتپه ولسوالۍ کې ۹۰۷ اړمنو کورنیو ته چې سروې یې وړاندې ترسره شوې وه, نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۹۰۰ افغانۍ وویشل شوې, چې ټولټال دوه میلیونه او شپږ سوه دېرش زره او درې سوه (۲,۶۳۰,۳۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره