د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۴ تشنابونو جوړولو د پروژې کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ، د کندهار ولایت د مرکز کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د هغو ۲۴ کورنیو لپاره، چې د وروستیو سېلابونو او درنو بارانونو له امله یې کورونه زیانمن شوي وو، د ۲۴ تشنابونو جوړولو د پروژې کار په بریالیتوب سره بشپړه کړ او رسمآ یې یادو کورنیو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل.
د یادې پروژې موخه د قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د حفظالصحې اسانتیاوو برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي. د پروژې له بشپړېدو سره به یادې کورنۍ د حفظالصحې له اسانتیاوو برخمنې شي.
له دې پروژې برخه منو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یونیسف سازمان څخه د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنې لپاره د دې پروژې د بشپړولو په پار مننه او قدرداني وکړه.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو، د ژوند د شرایطو د ښه والي او د بشري مرستو د اغېزمنتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
