د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بولدک ولسوالۍ کې د پنځو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له لوري د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره د همغږۍ پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي همکارۍ د دې ولایت د بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي لپاره د پنځو مهمو وقایوي پروژو پلي کولو کار رسمآ پیل کړ.
دا پروژې چې په بولدک ولسوالۍ کې پلي کېږي، د یادې ولسوالۍ په ذبیح الله کلي کې د ۶.۶ متره په اوږدوالي د یوه پلچک جوړول، د ولسوالۍ په مرکز کې د ۲۴۷ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول، په زړه جامعه کلي کې د ۲۴۷ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول، په شیرو کاریز کلي کې د ۵۵۱ متره په اوږدوالي د ډبرو کانال جوړول او په ونکه کلي کې د ۳۹۵ متره په اوږدوالي د ډبرو کانال جوړول پکې شامل دي.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو د دغو پروژو د اهمیت په اړه وویل، چې د یادو وقایوي پروژو په بشپړېدو سره به د سېلابونو احتمالي زیانونه د پام وړ راکم شي، د اوبو د لېږد او مدیریت بهیر به لا منظم او اغېزناک شي او د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو سیمو او عامه زیربناوو ساتنه به پیاوړې شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو بنسټونو څخه د وقایوي پروژو پلي کولو د کار پیل په پار مننه وکړه او دا یې د هغوی د ځان او مال خوندي کولو په موخه خورا مهم ګام وباله.
