د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اړوند د پنډغالي جوړولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی 

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۰
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، چې له مخې یې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو چارو ته د رسېنې کمېسیون غړو ټولو وزیرانو ته لارښوونه شوې وه، چې په اړوندو برخو کې د هغوی لپاره اغیزمن خدمتونه وړاندې کړي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې د راستنېدونکو د لنډمهاله هستوګنې لپاره اړینې خیمې برابرې او نصب کړي. دې ادارې د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې له پاکستان څخه په اجباري توګه د را اېستل شویو راستنېدونکو د لنډ مهاله هستوګنې د پنډغالي جوړولو کار پیل کړی دی چې تر اوسه یې کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی. 
د دې پنډغالي کار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ټاکل شوي ټیم له لوري د ادارې د داخلي پلټنې آمر، محترم قاري محمد یاسین په مشرۍ پیل شوی دی. په دې پنډغالي کې ۹۰ باب خیمې او یو لوی ریب‌هال (ګدام) شامل دي، چې د تشناب، حمام، د کثافاتو ځای، د ټولو کوڅو جغل‌اچونې، عمومي سړک، د څښاک اوبو او د ټولو خیمو او اوسیدونکو لپاره د برېښنا آسانتیاوې په کې برابرې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د راستنېدونکو د لنډمهاله هستوګنې په موخه، د ننگرهار ولایت په تورخم فرضي کرښه، د نیمروز ولایت په پل ابریشم او د هرات په اسلام‌قلعه کې هم ورته پنډغالي له ټولو اساسي امکاناتو سره جوړ کړي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو پر وخت ترسره کولو او د اسانتیا په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، دې ادارې په ښه توګه د کاري چارو پرمخ وړلو او د دندو د پر وخت ترسره کولو په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۸
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ راستنېدونکو کورنیو ته چې له ایران او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .