د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستان د وروستۍ جګړې ۳۴ قرباني کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۲۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستاني ځواکونو د راکټونو د حملو له امله ۳۴ قرباني شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې. 
دا مرستې په دانګام، اسمار، ناړۍ او غازي آباد سرحدي ولسوالیو کې ووېشل شوې، چې پکې ۲۹ د ټپیانو او ۵ د شهیدانو کورنیو شتون درلود، چې هر ټپي ته ۱۰ زره افغانۍ او هر شهید ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې. 
د مرستو د وېشلو لړۍ د کنړ ولایت د استازې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس، مولوي محمد مبین مفتون په شتون کې ترسره شوه. 
سیمه ییزو مسؤلینو وویل چې دا مرستې په بیړني ډول او د وروستیو بریدونو له امله زیانمنو شویو کورینو ته د رسېدنې په موخه ووېشل شوې. همدارنګه نورو زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه د ارزونې او ثبت لړۍ دوام لري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې  (AKAH)ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه  لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۰۷ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت د مرکز او الجهاد ولسوالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱
Background image

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یو اوسپنیز کانکریټي حفاظتي دیوال کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د کنسرن موسسه ده. د بدخشان ولایت له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .