د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۱۸۱۸ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د خیریه بنسټونو، مؤسسو او خییرو کسانو په ملاتړ د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې په بېلابېلو کلیو کې د ۱۸۱۸ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې ،د DRC مؤسسې له لوري ۶۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ، د ډاکتر ناکامورا بنسټ له لوري ۷۳ کورنیو هرې یوې ته یوه تخته کمپله، یو کیلو شین چای، یو من بوره، ۱۰ لیتره غوړي، یو من لوبیا، ۵۰ کیلو اوړه او ۲۴ کیلو وریجې، د ننګرهار ولایت د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۱ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د IVA مبایل شرکت له لوري ۱۹۰ کورنیو هرې یوې ته په ټولیز ډول ۳۸۰,۰۰۰ افغانۍ، د صداقت خیریه بنسټ له لوري ۸۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي او یو کیلو رُب، د ناشکن او ِنکلي لوښو د ټولنې له لوري ۲۰۴ کورنیو هرې یوې ته یوه د پخلنځي بسته، د مجیب الحق سوداګر له لوري ۲۲ کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ، د اسلامي هوساینې مؤسسې له لوري ۵۷۳ کورنیو هرې یوې ته یوه روغتیایي بسته، د میرویس ضیایي شرکت له لوري ۱۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د النور خیریه بنسټ له لوري ۲۵ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر داسې ترتیب شوی چې که له یوې کورنۍ څو شهیدان یا ټپیان موجود وي، نو د هر شهید او ټپي پر سر جلا مرسته ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې په دې سیمه کې زیانمنو کورنیو ته هره ورځ دوه وخته پاخه شوي خواړه هم وېشل کېږي، چې د دې مرستو ترلاسه کوونکي له مسؤلینو او مرسته کوونکو څخه مننه او قدرداني کوي.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره