د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو له ۷۰ کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۶:۲۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیک له مخې، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د RRDPO موسسې په تخنیکي همکاري او د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ۷۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یاد شمېر کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د RRDPO موسسې استازو په شتون کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دالنخود، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي مواد PLW ووېشل شول.
 
د مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د (WFP) موسسې څخه مننه وکړه چې پر وخت یې هغوی ته مرستې ورسولې. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۵ کورنیو ته د هغوی د کورنو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې 

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو نړیوال سازمان  (IOM) په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د سېلابونو له امله ۹۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورنو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په هلمند ولایت کې څو په لاس جوړ شوي ماینونه کشف او خنثی شول

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ټیمونو د همغږۍ له مخې وکولای شول چې د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې څو په لاس جوړ شوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو او شرکتونو څارنه وشوه

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مشرۍ د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې، د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د هغو پمپ سټېشنونو، ګازو شرکتونو او سوداګریزو مارکېټونو څخه چې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .