د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۱ کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۲۱:۲۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې شورا په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د تېرو سېلابونو له امله ۸۱ زیانمنو, بېوزله او اړمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې, هرې کورنۍ ته د ژمنۍ اړتیاوو پوره کولو او د سون توکو پېرلو په موخه ۱۹,۷۸۰ افغانۍ او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې, چې ټولټال ۱,۶۰۲,۱۸۰ (۱ میلیون, ۶۰۲ زره او ۱۸۰) افغانۍ  د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
له مرستو برخه منو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا (DRC) څخه د مرستو په پار مننه او خوښي څرګنده کړه او د دی ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC  مؤسسې ترمنځ د ۱،۲۲۶،۳۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

 نن ورځ سه  له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ډنمارک د کډوالو ټولنې (DRC) مؤسسې د ماین پاکۍ پروګرامونو له رئیسې؛ اغلې حنا روز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  جینوا کال مؤسسې ترمنځ د ۳۲۸,۷۹۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

 نن ورځ د سې شنبې په ماسپښین، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د جینوا کال (Geneva Call) مؤسسې له رئیس؛ محترم فهد عباسي سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۷:۵
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۲۴۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ هرې کورنۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .