د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۶۰۳ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۳۴
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کاناډا د ماشومانو نړیوالې مؤسسې (WCC) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستۍ زلزلې له امله ۶۰۳ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مستحقو کسانو د سروې او پېژندنې بهیر له بشپړېدو وروسته او د اړوندو مسئولینو په شتون کې، د نورګل ولسوالۍ ۳۰۸ کورنیو او د څوکۍ ولسوالۍ ۲۹۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ووېشل شول، چې د ټولو ۶۰۳ کورنیو لپاره په ټولیز ډول یو لک او شل زره او شپږ سوه (۱۲۰,۶۰۰) ډالر ځانګړي شوي وو.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او د کاناډا د ماشومانو نړیوالې مؤسسې (WCC) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .