له مرکزي سیلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د نورستان ولایت ته ولېږدول شول

نن ورځ جمعه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له مرکزی سیلو څخه د غنمو د لېږد لړۍ پیل شوه. په همدې چوکاټ کې به د (۲,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، له مرکزي سیلو څخه نورستان ولایت ته د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د وېش په پار ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په ګودام کې زخیره شي او د اړتيا په صورت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٠ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره