له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ماین پاکۍ مؤسیسو د مسؤلینو سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۲۰:۵۷
news image

نن ورځ سي شنبه له غرمي ورسته له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ماین پاکۍ د نړیوالو او داخلي مؤسیسو د مسؤلینو  سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د ماینونو دمؤسیساتو مسؤلینو او استازو  ته ښه راغلاست ووایه او وویل چي په   هیواد کی زیات ماینونه ښخ سوي دي   اوس  چی دامارت په راتګ سره امنیت راغلی  دي باید ټول بیرته شنډ کړل سي ترڅو انسانان او حیوانات ورڅخه په امن کي سي.
همدازار یی زیاته کړل  چي تر بل هر وخت اوس ښه زمینه برابره ده چي یادي مؤسیسي خپل کارونه چټک کړي او ژر تر ژره په ناچاودو توکو ککړي سیمي  دماینونو څخه پاکي کړي او خلګ دخطر څخه وژغورل سي.
دماین پاکۍ مؤسیسو مسؤلینو دیادي ادارې  له سرپرست  څخه مننه وکړه او  خوښي څرګنده کړه او وویل چي موږ خوښ یو چي په ډاډمنه فضا او سالمه اداره کي خپل کارونه مخ ته بیایو او موږ په زیاته اندازه ځمکه له ماینونو څخه پاکه کړی ده او لاهم هڅه کوو چي  په ماینونوککړي سیمي دناچادو توکو څخه پاکي کړو
ورسته دمؤسیسو مسؤلینو  او استازو یو شمیر غوښتني درلودلي چي ترابي صاحب ورسره دحل په موخه ژمنه وکړه او وویل چي موږ به  پر یادو غوښتنو باندی پوره غور وکړو .

 نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۷ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .